ایکنانیوز د صدای البلد له قوله راپور راکړی ، د جنورۍ ۲۹نیټه د مصر د یوه مشهور قاری او د اسلامی نړۍ یو غوره قاری او حافظ شیخ شعبان صیاد شپږویشتم تلین ؤ .هغه په تلاؤت کې د مهارت په دلیلد ؛ قرآن دتلاؤت شهسوار ؛باندې هم مشهور شو.
شیخ شعبان عبدالعزیز الصیاد د ۱۹۴۰کال د ستمبر په شلمه نیټّ د مصر دمنوفیه ولایت د آشمون برخې په شاوخوا صراوه کلي کې زیږیدلی او د ۱۹۹۸کال د جنورۍ په ۲۹ ئې له نړۍ سترګې پټې کړي دي.
هغه په ماشوموالي کې قرآني مکتب خانې ته تلو او په اوه کلنۍ کې ئې د قرآن کریم حفظ کړ، له زلمیتوبه د شیخ مصطفی اسماعیل په محضر کې چې د مصر او نړۍ د تلاؤت په اوسمهال تاریخ کې د قرآن کریم د تلاؤت یوه لویه څيره وه ،د قرآڼ کریم تلاؤت او دهغه مختلف فنونه زده کړل ،وروسته بیا په الازهر کې د دین داصولو پونهځي ته وارد شو او په ۱۹۷۵کال کې د روژې په مبارکې میاشتې کې ئې مختلفو هیوادونو ته سفرونه وکړل او په دغو هیوادونو کې په ډيرو محفلونو کې دقرآن کریم تلاؤتونه وکړل. هغه همداراز په قاهرې کې د شعراني جومات د قاري په توګه منصوب شو او ترکلونو پورې ئې په دغه جومات کې تلاؤت او قرآني چارو ته دوام ورکړ.
د شیخ شعبان صیاد په اوه کلنۍ کې ټول قرآن کریم حفظ کړی ؤ او په دولس کلنۍ کې په خپل زیږنځاي سیمې کې دهغه د شهرت آوازه زیاته شوه او له هغه دعوت کید، څو په مختلفو مجلسونو کې د قرآن کریم تلاؤت وکړي.
د هغه د تلاؤت سټایل په پیل کې د شیخ مصطفی اسماعیل څخه اغیزمن ؤ ،خو په دوام کې هغه دخپل یو خاص سټایل اوروده خپله کړه . د هغه تلاؤت ډيرپه زړه پورې ؤ او د هر آوریدونکي زړه به ئې ځان ته جلبلولو.
په الازهر پوهنتون کې د شعبان صیاد زده کړو هغه د تلاؤت به علومو باندې د مسلط کیدا په زمینې کې ډير غوره شخصیّت کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4196868